د تخار اوسېدونکي د دغه ولایت په مرکز کې د یوې درنې چاودنې خبر ورکوي.
د تخار ولایت د ودانۍ مخې ته چاودنه وشوه
29 جدی 1401 ساعت 15:16
د تخار اوسېدونکي د دغه ولایت په مرکز کې د یوې درنې چاودنې خبر ورکوي.
آوا - کابل: د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار اوسېدونکي وايي، چې د پنجشنبې په ورځ (جدی ۲۹) ماسپښین ۲:۱۰ بجې یې د یوې درنې چاودنې غږ واورېد.
دتخار ولایت اوسیدونکي وایي، نن مازدیګر مهال د تخار ولایت د والي د دفتر مخې ته د ښخ شوي ماین په مټ چاودنه ترسره شوي.
تر اوسه د چاودنې د نوعیت او د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته.
په تخار کې د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 264037