دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 264037
د تخار ولایت د ودانۍ مخې ته چاودنه وشوه
د تخار اوسېدونکي د دغه ولایت په مرکز کې د یوې درنې چاودنې خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار اوسېدونکي وايي، چې د پنجشنبې په ورځ (جدی ۲۹) ماسپښین ۲:۱۰ بجې یې د یوې درنې چاودنې غږ واورېد.
 
دتخار ولایت اوسیدونکي وایي، نن مازدیګر مهال د تخار ولایت د والي د دفتر مخې ته د ښخ شوي ماین په مټ چاودنه ترسره شوي.
 
تر اوسه د چاودنې د نوعیت او د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته.
 
په تخار کې د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdchxkniq23n-vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته