افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بغلان د کرنې ریاست د د معلوماتی تکنالوجی او اطلاعاتو مدیر ولی امرخیل پرون پنجشنبه، د جدی ۲۹ مه،
افغان غږ خبری آژانس ته وویل: دغه غواګانې د بغلان په مرکز او ولسوالیو کې د ژمي له سختې یخنۍ او د څارویو د خوراکي توکو کمبود په تېره یوه اوونۍ کې زیانمن شوی دی.
هغه زياته کړه، چې په دغه ولايت کې څه باندې ١٠٠٨٨٩ نور څاروي د يخنۍ او د خوراکي توکو د کمښت له ګواښ سره مخ دي.
د بغلان د کرنې رياست وياند وايي، چې د دې رياست له خوا له کروندګرو سره مرستې شوې، خو دغه مرستې بسنه نه کوي او خپلې ستونزې يې له مرکز سره شريکې کړې دي.
امرخیل وویل؛ که چېرې د مرکز مسوولین پر وخت اوسني وضعیت ته پام ونه کړي، نو شونې ده چې کروندګرو ته به لوی زیانونه واوړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د وروستۍ سړې هوا له امله په جوزجان کې تر ۱۶۰۰۰ ډېر څاروي، په سمنګان کې تر ۱۰۰۰۰ ډېر، په تخار کې تر ۴۰۰۰ ډېر، په فاریاب کې تر ۶۰۰۰ ډېر او په سرپل او کندز ولایتونو کې تر ۵۰۰۰ ډېر څاروي له منځه تللي دي.