کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له افغانستان څخه د هند واردات ۳۰ سلنه کم شوي

30 جدی 1401 ساعت 13:22

هندي رسنیو په افغانستان کې په پسرلي او دوبي کې د ویجاړونکو سېلابونو او د دغه هېواد د بانکي سیستم د تړل کېدو له امله له افغانستان څخه د دغه هېواد په وارداتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.


آوا - کابل: ټریبون د هندي رسنیو له قوله د چهارشنبې په ورځ د جدی ۲۸ مه خبر ورکړ، چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې له افغانستان څخه د هند د وارداتو احصایې ښيي چې د تېر کال د ورته وخت په پرتله د هند د وارداتو اندازه کمه ده او په ۲۰۲۱ کال په پرتله ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.
 
د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د هند د وارداتو اندازه ۳۱ میلیارده هندي کلدارې وه، خو په ۲۰۲۲ کال کې دا شمېره ۲۱ میلیارده او ۲۰۰ میلیونو افغانیو ته راټیټه شوې ده.
 
د دغې هندي رسنۍ د موندنو له مخې، په افغانستان کې په پسرلي او دوبي کې ویجاړونکي سیلابونه، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اسلامي امارت او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې او د بانکي سیستمونو بندول د دې ستونزې د کموالي له لاملونو څخه دي.
 
د يادونې وړ ده، چې له افغانستان څخه د هند د ټولو وارداتو لس سلنه وچه مېوه ده، چې د هوايي او ځمکني دهلېز له لارې لېږدول کېږي.


د مطلب کود: 264059

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264059/له-افغانستان-څخه-د-هند-واردات-۳۰-سلنه-کم-شوي

آوا
  https://www.avapress.com