افغان غږ خبری آژانس - کابل: ټریبون د هندي رسنیو له قوله د چهارشنبې په ورځ د جدی ۲۸ مه خبر ورکړ، چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې له افغانستان څخه د هند د وارداتو احصایې ښيي چې د تېر کال د ورته وخت په پرتله د هند د وارداتو اندازه کمه ده او په ۲۰۲۱ کال په پرتله ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.
د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د هند د وارداتو اندازه ۳۱ میلیارده هندي کلدارې وه، خو په ۲۰۲۲ کال کې دا شمېره ۲۱ میلیارده او ۲۰۰ میلیونو افغانیو ته راټیټه شوې ده.
د دغې هندي رسنۍ د موندنو له مخې، په افغانستان کې په پسرلي او دوبي کې ویجاړونکي سیلابونه، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اسلامي امارت او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې او د بانکي سیستمونو بندول د دې ستونزې د کموالي له لاملونو څخه دي.
د يادونې وړ ده، چې له افغانستان څخه د هند د ټولو وارداتو لس سلنه وچه مېوه ده، چې د هوايي او ځمکني دهلېز له لارې لېږدول کېږي.