افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د عامه زندان رئیس مولوی محمد نبی خلیل وایی، د دې اقدام موخه د خلکو سمه روزنه او د بندیانو لپاره د کار زمینه برابرول دی، ترڅو هغوی وکولای شی په زندان کې د خپل ځان لپاره باعزته ژوند رامنځته کړی.
د هغه په وينا، دا پروګرامونه اوسمهال د نارينه او ښځينه دواړو په زندانونو کې روان دي او زندانيانو ته د سواد زده کړې له پروګرامونو نيولې تر ديني او تخنيکي درسونو پورې په هر څه کې روزنه ورکول کېږي.
د هرات د محبس رييس دغه راز زياته کړه: په دغه ولايت کې ١٧٥٠ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور بنديان دي چې له دې جملې څخه تر ٢٠٠ زيات يې ښځې او ماشومان دي.
مولوي خليل همدا راز زندانيانو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه څرګنده کړه، چې زندانيانو ته ټول روغتيايي خدمات د تجربه لرونکو ډاکټرانو له خوا د همکارو موسسو له خوا وړاندې کېږي.