دخپریدو نیټه :شنبه ۱ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 264066
په غزني کې د ګاز نیوني د پېښو زیاتوالی؛ د یوې کورنۍ ۴ غړي ووژل شول
د غزني سیمه ییز چارواکي په دې ولایت کې د ګازو د پېښو پر زیاتوالي اندېښنه ښيي، دوی وايي چې په دې وروستیو کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - غزني: د غزني امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه (پنجشنبه، جدی ۲۹) د غزني ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند په یوه کور کې د ګاز ډبې د لګېدو له امله څلور تنه مړه شوي دي.
 
دوه ورځې وړاندې د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند خالد شيردي د غزني ښار په درېيمه ناحيه کې په يوه کور کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله د يوه سړي او يوې ښځې په ګډون د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه وژل شوي وو.
 
ښاريانو غوښتي، چې د ډبرو سکرو او ګازو په کارولو کې له ډېر احتياط څخه کار واخلي او له خلکو هم غوښتنه کوي، چې د بې کيفيته ګاز او ډبرو سکاره ونه کاروي.
 
د يادونې ده، چې په روان ژمي کې په غزني ولايت کې د ګاز ډبې پېښې هم زياتې شوې دي او يوه مياشت وړاندې هم په غزني ښار کې د ګاز ډبې له امله څلور نجونې د خپلې مور ترڅنګ مړه شوې وې.
 
https://avapress.com/vdcjmxe8muqemyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته