د کندز د کرنې ریاست چارواکي په دغه ولایت کې د کبانو د نسل د ودې خبر ورکوي او وايي چې په کندز کې د کبانو د نسل ۳۰۰ فارمونه شتون لري.
د کندز اوسېدونکو د کبانو د فارمونو د جوړېدو هرکلی وکړ
1 دلو 1401 ساعت 11:59
د کندز د کرنې ریاست چارواکي په دغه ولایت کې د کبانو د نسل د ودې خبر ورکوي او وايي چې په کندز کې د کبانو د نسل ۳۰۰ فارمونه شتون لري.
آوا - مزارشریف: د کندز ولایت د کرني ریاست د مالدارۍ رئیس نجیب الله حسن آوا ته وویل چې د دغه ولایت مناسب اقلیم په کندز کې د کبانو د کرنې د صنعت د ودې لامل شوی دی.
د هغه په وينا، اوسمهال په دغه ولايت کې د کبانو ٣٠٠ فارمونه شته، چې هر يو يې له دوه تر لسو زرو پورې کبان لري.
د کندوز د کرنې رياست د مالدارۍ رئيس زياته کړه، چې د دغه ولايت د کبانو فارمونه تر ډېره د دغه ولايت په امام صاحب، قلعه ذال، چهاردرې او مرکز کې پراته دي، چې خلکو ته يې د کار زمينه برابره کړې او ښه عايد هم لري.
ښاغلي حسن وویل چې په دغه ولایت کې یو کیلو کب له ۳۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو پلورل کېږي او د کندز فارم ماهیان هم په ګاونډیو ولایتونو کې ښه بازار لري.
په ورته وخت کې د کندز د کب نیوونکو اتحادیې چارواکي هم وايي چې په وروستیو کلونو کې د کبانو له کرنې سره د دغه ولایت د اوسېدونکو لېوالتیا ډېره شوې ده. له همدې امله د کبانو د فارمونو شمېر هم د پخوا په پرتله څو برابره زيات شوی دی.
د کندوز د کبانو کروندګر هم وايي، چې سږ کال يې کبان ښه وده کړې، خو له پاکستان څخه د بې کيفيته ماهي غوښې واردولو په دغه ولايت کې د کب د غوښې بيه يو څه راټيټه کړې ده.
د مطلب کود: 264073