کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بريتانيا له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټينګار وکړ

1 دلو 1401 ساعت 13:25

د بريتانيا د پارلمان يو شمېر غړي وايي، په افغانستان کې ۲۸ ميليونه وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري او دا هېواد اړ دی چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.


آوا - کابل: د بریتانیا د پارلمان ځینې غړي وايي، په افغانستان کې ۲۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او بریتانیا باید له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
 
دوی په افغانستان کې د اقتصادي بحران په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې اوس هغه وخت نه دی چې له افغانستان سره مرستې کمې شي.
 
د دې پارلمان یوه غړي دان جارویس د خپل هېواد د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
 
ډان جارویس زیاته کړه: د مرستو دا ګډوډۍ په یوه حساس وخت کې راځي ځکه چې دا هیواد له سخت بشري بحران سره مخ دی.
 
په همدې حال کې د برتانیې د نړیوالې پراختیا وزیره وايي چې په افغانستان کې اوه څلویښت فیصده مرستندویه موسسو د ښځو پر کار کولو د بندیز له امله خپل فعالیتونه بند کړي دي.
 
د نړیوالو پراختیایي چارو وزیر انډریو میچل په دې اړه وویل: په ټول افغانستان کې د غیردولتي موسسو له ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنې پورې کارکوونکي ښځې دي او دوی د بشري فعالیتونو د ترسره کولو لپاره مهمې دي. دوی هغو وګړو ته پاملرنه کوي چې نارینه (ښځو) ته لاس رسی نه لري، او ښځو او نجونو ته حیاتي او د ژوند ژغورونکې مرستې برابروي.
 
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا "اوچا" په یوه راپور کې ویلي چې دوی په ۲۰۲۲ کال کې ۲۵.۵ میلیونه ټنه بشري مرستې رسولي دي، خو د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د مرستو په وېش کې د شفافیت پر نشتوالي نیوکه کوي.
 


د مطلب کود: 264079

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264079/بريتانيا-له-افغانستان-سره-د-بشري-مرستو-پر-دوام-ټينګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com