افغان غږ خبری آژانس - د بدخشان د والي مرستیال نثار احمد احمدي
افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې دغه پیښه نن سهار ۹ بجې د میامې ولسوالۍ په «شاجه ګون» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
هغه زياته کړه، دغه موټر چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٣ تنه سپاره وو، له فيض آباد څخه د نسي ولسوالۍ پر لور روان و، چې د ميمنې په ولسوالۍ کې په سمندر کې لوېدلى دى.
د بدخشان د والي د مرستیال په خبره، د پېښې له وخته تراوسه پوری (د ماسپښین ۱:۵۰ بجې) موټر او په هغې کې سپاره کسان نه دي را ایستل شوي او د ژغورلو هېڅ امکان نشته.
په بدخشان کې تخریب شوي سړکونه او د موټر چلوونکو بې احتیاطي تل د ترافیکي پېښو لامل شوي او د دغه ولایت اوسېدونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.