کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند کې د پنبې د پروسس دوې فابریکې پرانیستل شوې

1 دلو 1401 ساعت 14:05

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د پنبې د پروسس دوو فابریکو په کار پیل وکړ. د دغو دوو فابریکو فعالیت ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.


آوا - کابل: په هلمند ولایت کې د سوداګرۍ د سیمه ییزې خونې چارواکي وايي، چې نن په دغه ولایت کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په پانګونې د پنبې د پروسس دوه فابریکې پرانیستل شوې.
 
د هلمند د سوداګرۍ خونې مشر غلام يحيى پښتون د دې فابريکې د پرانيستې په مراسمو کې د دغو دوو فابريکو جوړول يوه ستره لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل، چې اوسمهال په هلمند ولايت کې ٤١ بېلابېلې فابريکې فعاليت لري.
 
د دغه ځايي چارواکي په وينا، په يادو فابريکو کې تر ۳۵۰۰ ډېر کسان په کار بوخت دي.
 
ده زیاته کړه: د سوداګرۍ خونې رئیس هڅه کوي چې ملي سوداګر وهڅوي چې په دغه ولایت کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
 
په همدې حال کې د پنبې د دغې فابريکې مسئول رحمت الله نظري له باختر آژانس سره په خبرو کې وويل چې په دغو دوو فابريکو کې يې ٦٥ ميليونه افغانۍ پانګونه کړې ده.
 
دغه فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۷۴ ټنه پنبې د پروسس ظرفیت لري.
 
باید ووایم؛ دغه فابریکه د ۸ میاشتو په موده کې جوړه شوې او په دې موده کې ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
 


د مطلب کود: 264082

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264082/په-هلمند-کې-د-پنبې-پروسس-دوې-فابریکې-پرانیستل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com