دخپریدو نیټه :شنبه ۱ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 264090
لوېديځ پر منځنۍ اسيا فشار راوړي چې پر روسيې بنديزونه زيات کړي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د منځنۍ اسیا پر هېوادونو د لوېدیځ د فشارونو د زیاتېدو اعلان وکړ چې پر مسکو بندیزونه ولګوي.
افغان غږ خبری آژانس: د منځنۍ اسیا د رسنیو د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په یوه خبری کنفرانس کې ویلی: اروپایی اتحادیې، امریکا او جاپان د منځنۍ اسیا له هېوادونو غوښتی چې له مسکو سره له همکارۍ ډډه وکړی.
 
دغه روسي ديپلومات وويل: د دغه ډول لفظي نفوذ ترڅنګ جدي فشارونه هم شته او منځنۍ اسيا ته ګواښ دی چې له دغو هېوادونو خپل بازارونه او پانګونه وباسي، څو له روسيې سره د بنديزونو په لغوه کولو کې د مرستې جرئت ونه کړي.
 
لاوروف يادونه وکړه، چې د منځنۍ اسيا هېوادونو حکومتونه هم بايد دا ډول ګواښونه په پام کې ونيسي.
 
په ورته وخت کې هغه څرګنده کړه: "موږ په دې ټینګار نه کوو چې په کوم دوست هیواد کې ټول اقتصادي فعالان دریځ ته راشي او ووایي: موږ د روسیې په وړاندې د بندیزونو مخالف یو."
 
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دې حقیقت ته په اشارې وویل چې روسیه په منځنۍ اسیا کې له خپلو شریکانو سره په دوستانه او بریالۍ توګه کار کوي او د همکارۍ نوي میکانیزمونه او لارې چارې لټوي څو د لویدیځ له خوا له ستونزو سره مخ نه شي.
 
https://avapress.com/vdcgyt9xzak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته