کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاسپورت د وېش بهیر د بیا پیلېدو خبرونه رد شول

1 دلو 1401 ساعت 15:26

د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې د پاسپورټونو د وېش بهیر به ډېر ژر پیل شي، د پاسپورتونو د عمومي ریاست ویاند دغه خبرونه ناسم او بې بنسټه وبلل او ویې ویل، چې تر اوسه د دغه ریاست تخنیکي ستونزې په بشپړه توګه نه دي حل شوې.


آوا - کابل: د پاسپورت ریاست عمومی ویاند نورالله پتمن آوا ته وویل، چې په نږدې راتلونکې کې د پاسپورټونو د ویش د بهیر د پیل په اړه اوازې بې اساسه دی.
 
هغه زياته کړه، چې تر اوسه په دغه دفتر کې تخنيکي ستونزې په بشپړه توګه نه دي حل شوې او کله چې ستونزې هوارې شي، د پاسپورټ د وېش لړۍ به هم پيل شي.
 
په تېرو څو ورځو کې یو شمېر رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې په نږدې راتلونکي کې به د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شي.
 
په همدې حال کې د پاسپورټ د وېش بهیر له څو میاشتو راهیسې د تخنیکي ستونزو له امله ودرېدلی او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
 


د مطلب کود: 264095

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264095/د-پاسپورت-وېش-بهیر-بیا-پیلېدو-خبرونه-رد-شول

آوا
  https://www.avapress.com