کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر:

د مثبت تعامل او همغږۍ له لارې، د ستونزو په حل کې پرمختګ کیدی شي

1 دلو 1401 ساعت 15:31

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقی د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي محمد سعید العیاش سره په کتنه کې وویل: د مثبت تعامل او همغږۍ له لارې کولای شو د ستونزو په حل کې پرمختګ وکړو.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوی امیر خان متقی د اسلامی همکاریو سازمان له استازی محمد سعید العیاش سره د لیدنې خبر ورکړی.
 
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په دغه ټوېټ کې لیکلي چې: په دې کتنه کې چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په مشرۍ د نړۍ د عالمانو په سفر کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان استازي هم ګډون درلود او د هغې تخنیکي بورډ افغانستان ته د بشري مرستو په برخه کې خبر ورکړ او همدا راز یې وویل، چې د افغانستان پر خلکو د دغه سازمان د درې میلیونه ډالرو مرستې د وېش بهیر نن پیل شوي.
 
مولوي امیرخان متقی د افغانستان له خلکو سره د اسلامي همکاریو د سازمان د دوستۍ او اخلاص له امله قدرداني وکړه او یادونه یې وکړه چې د مثبت تعامل او هماهنګۍ له لارې د ستونزو په حل کې پرمختګ کېدای شي.
 


د مطلب کود: 264096

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264096/د-مثبت-تعامل-او-همغږۍ-له-لارې-ستونزو-په-حل-کې-پرمختګ-کیدی-شي

آوا
  https://www.avapress.com