دخپریدو نیټه :شنبه ۱ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 264096
د مثبت تعامل او همغږۍ له لارې، د ستونزو په حل کې پرمختګ کیدی شي
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقی د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي محمد سعید العیاش سره په کتنه کې وویل: د مثبت تعامل او همغږۍ له لارې کولای شو د ستونزو په حل کې پرمختګ وکړو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوی امیر خان متقی د اسلامی همکاریو سازمان له استازی محمد سعید العیاش سره د لیدنې خبر ورکړی.
 
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په دغه ټوېټ کې لیکلي چې: په دې کتنه کې چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په مشرۍ د نړۍ د عالمانو په سفر کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان استازي هم ګډون درلود او د هغې تخنیکي بورډ افغانستان ته د بشري مرستو په برخه کې خبر ورکړ او همدا راز یې وویل، چې د افغانستان پر خلکو د دغه سازمان د درې میلیونه ډالرو مرستې د وېش بهیر نن پیل شوي.
 
مولوي امیرخان متقی د افغانستان له خلکو سره د اسلامي همکاریو د سازمان د دوستۍ او اخلاص له امله قدرداني وکړه او یادونه یې وکړه چې د مثبت تعامل او هماهنګۍ له لارې د ستونزو په حل کې پرمختګ کېدای شي.
 
https://avapress.com/vdcco0qie2bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته