دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 264107
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې يو جريب کوکنار له منځه يوړل شو
د کندهار ولايت امنيتي ځواکونو په ارغنداب ولسوالۍ کې يو جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي. سیمه ییز چارواکي وايي، د کوکنارو د کښت د بندولو لپاره د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له صادرولو وروسته یې په کندهار کې ۶۰۰ جریبه د کوکنارو او چرسو کښت له منځه وړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: وروسته له هغه چې د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده په امر په ټول هیواد کې د کوکنارو او چرسو په کښت بندیز ولګول شو.
 
د کندهار ولايت د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې رئيس مولوي نذير وايې چې ددي ولايت د امنيتي ځواکونو د کشفي عملياتو په پايله کې نن ددي ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د اسدالله په نوم د يوه تن له لوري نوي کرل سوي ترياک له منځه وړل شوي دي.
 
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت د رهبرۍ له فرمان وروسته چې د تریاکو او چرسو له کښت څخه منع شوي، په دې ولسوالۍ کې ۱۰ جریبه د کوکنارو کښت او ۸ جریبه د چرس کښت کشف او له منځه وړل شوی او عاملین یې د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
 
د کوکنارو کروندګر اسدالله په خپل کور کې په يو جريبه ځمکه کې د کوکنارو له کرلو نه و خبر او وايي چې دغه اندازه کوکنار يې په پټه د ده د اولادونو له خوا په کور کې کرل شوي وو.
 
د کندهار د والي ویاند حاجي زید وايي، د اسلامي امارت د رهبري شورا له حکم وروسته چې د کوکنارو او چرسو پر کښت بندیز ولګول شو، د کندهار د ولایتي ادارې په لارښوونه د تریاکو د کښت پر ضد جدي مبارزه روانه ده.
 
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې دغه مبارزه به د کندهار د ولایتي ادارې له لورې په جدي توګه دوام وکړي.
 
https://avapress.com/vdcfxjd0ew6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته