دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 264124
د افغانستان او ایران چارواکو په هرات کې د برېښنا د نشتوالي ستونزه وڅېړله
د هرات والي، د دغه ولایت د برېښنا شرکت رئیس، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او په هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت قونسل جنرال د یوې غونډې په ترڅ کې له ایران څخه د وارداتي برېښنا د کموالي د ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: په دې کتنه کې د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د امکان تر حده د امکاناتو په رامنځته کولو او خلکو ته د برښنا د غوره خدمتونو په وړاندې کولو باندې ټینګار وکړ.
 
د هرات والي دغه راز په هرات کې د ايران د اسلامي جمهوريت له قونسل سره په ژمي کې د دغه ولايت د اوسېدونکو اندېښنې شريکې کړې.
 
له بلې خوا په هرات کې د ايران داسلامي جمهوريت قونسل محمد صديقيار هم د کلتوري، ټولنيزو او اقتصادي اړيکو په ټينګښت باندې د ټينګار ترڅنګ هرات ته د بريښنا په وارداتو هم ټينګار وکړ.
 
ده وويل: په هرات ولايت کې دبريښنا دکمښت ستونزه به دخپل هيواد له مسئولينو سره شريکه کړي او دقانون له مخې به يې دحل لپاره اقدام وکړي .
 
ویل کېږي، چې د سختې سړې هوا له امله هرات ولایت ته له ایران څخه د وارداتي برېښنا اندازه له ۱۱۰ مېګاواټو څخه ۴۰ مېګاواټو ته راټیټه شوې، چې ښاریانو ته یې ګڼې ستونزې را ولاړې کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcewe8wejh8pzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته