دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۶
د مطلب کود : 264134
د فارياب په څلورو ولسواليو کې د لارو بندېدو او خرابوالي د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى
د فارياب د کوهستانات، ګرزيوان او بلچراغ ولسواليو اوسېدونکي د بارانونو له امله د خپلو ترانسپورتي لارو له بندېدو شکايت کوي او وايي، چې د لارو بندېدو دوى ته ګڼې ستونزې پيدا کړې دي. د فارياب د فوايد عامې مسئولين وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به د يادو ولسواليو ترانسپورتي لارې په معياري ډول جوړې شي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د کوهستاناتو ولسوالیو (لولاش او بندر) اوسېدونکي د وروستیو واورو له امله د فاریاب له مرکز سره د دوی د مواصلاتي لارې له بشپړ بندیدو شکایت کوي.
 
د دوی په خبره، د واورې ورښت د دې ولسوالۍ لارې بندې کړي چې له امله یې موټر نه شي تګ راتګ کولای او خلک په بسونو او لاریو کې تګ راتګ کوي.
 
د فارياب د کوهستاناتو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، خلک خپل ناروغان په اسونو او بګۍ کې ميمنې ښار ته راوړي او د لېږد پر مهال يې روغتيايي حالت خرابېږي.
 
دغه راز د فارياب د ګرزيوان او بلچراغ ولسواليو اوسېدونکي هم وايي، چې له وروستيو واورو ورېدو وروسته له مرکز سره د دوى د مواصلاتي لارو د خرابېدو ستونزې ډېرې شوې او تګ راتګ يې له ستونزو سره مخ کړى دى.
 
د يادو ولسواليو اوسېدونکي له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د دوى د سړکونو جوړولو ته پاملرنه وکړي.
 
په ورته وخت کې د فاریاب د فواید عامې وزارت چارواکي وايي چې د روان کال په پیل کې به د کوهستانات، ګرزیوان او بلچراغ ولسوالیو د ټرانسپورټي لارو د معیاري کولو چارې پیل شي.
 
د فارياب د فوايد عامې رييس حميدالله توحيدي نن دوشنبه (دلوه ۲) افغان غږ خبری آژانس ته وويل: د کوهستاناتو ولسواليو لاره بنده ده او اوسېدونکي يې له يو لړ ستونزو سره مخ دي.
 
هغه زياته کړه، چې د ١۴٠٢ لمريز کال په لومړيو کې د ټولګټو وزارت پرېکړه کړې، چې د فارياب د غرونو ترانسپورتي لارې معياري کړي او دغه راز د ګرزيوان او بلچراغ ولسواليو ترانسپورتي ستونزې هم سروې شوې او راتلونکي کال به يې د جوړېدو چارې پيل شي.
 
د کوهستاناتو ولسوالۍ ترانسپورتي لارې چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت له لوري په لولاش او بندر ویشل شوي، له میمنې ښار څخه په ۱۳۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري، چې د واورې ورښت له امله د کال شپږ میاشتې بندې وي او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ وي.
 
https://avapress.com/vdcfmjd0jw6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته