کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت په افغانستان کې د سره صلیب د فعالیتونو د پراخیدو غوښتنه وکړه

2 دلو 1401 ساعت 13:43

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی د سره صلیب د نړیوالې کمیټې له مشر ایلوا فیلیون سره په کتنه کې په هیواد کې د دغه سازمان د فعالیتونو د پراخیدو غوښتنه وکړه.


آوا - کابل: د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوی امیر خان متقی په کابل کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له مشرې ایلوا فیلیون سره وکتل.
 
د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن دغه خبر خپور کړی او ویلي یې دي: په دې کتنه کې فیلیون په افغانستان کې د سره صلیب د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او د اسلامي امارت له همکارۍ یې د هغوی د خدمتونو په وړاندې کولو کې مننه وکړه او یادونه یې وکړه چې د سره صلیب تر بل هر ځای ډیر  تمرکز پر افغانستان دی.
 
مولوي امیرخان متقی وویل: له نېکه مرغه زموږ په هېواد کې تر بل هر وخت سوله تامین شوې او د جګړې په پای ته رسېدو سره د ټپیانو شمېر کم شوی، نو اړتیا ده چې د دغې کمېټې خدمتونه نورو برخو ته لکه: د بندیانو پالنه، معلولینو ته د مصنوعي غړو انتقال او د امکان په صورت کې د معیوبینو د درملنې لپاره بهر ته لیږدول.
 


د مطلب کود: 264137

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264137/اسلامي-امارت-په-افغانستان-کې-د-سره-صلیب-فعالیتونو-پراخیدو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com