دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 264141
د سالنګ لویه لار د موټرو پر مخ خلاصه شوه
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسئولین وايي، دغه لویه لار نن یکشنبه د دوو ورځو لپاره د موټرو پر مخ خلاصه ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رئیس حافظ محمد یعقوب وايي، چې دا لویه لار نن د ترافیکو پر مخ خلاصه ده، خو د سړې هوا او پر سړکونو د یخنۍ له امله له زنځیرونو څخه کار اخیستل اړین دي.
 
د ښاغلي یعقوب په وینا، نن په سالنګ کې هوا یو څه ورېځ او نسبتاً سړه ده، بار وړونکي موټر له شمال څخه جنوب ته او دوه طرفه مسافر وړونکي موټر ځنځیرونو (چین) سره تګ راتګ کوي.
 
هغه وويل، په سالنګي کې تر ټولو لوړه تودوخه منفي ٨ درجې سانتي ګراد او تر ټولو ټيټه يې منفي ١٧ درجې سانتي ګراد ده او په راتلونکو ٢٤ ساعتونو کې د باران احتمال ٥٠ سلنه ده.
 
ده له ټولو موټر چلوونکو وغوښتل چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې د رياست د کارکوونکو لارښوونې ته جدي پاملرنه وکړي او ترافيکي اصول مراعات کړي.
 
https://avapress.com/vdcdoo0xfyt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته