دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 264144
په هرات کې د ترافیکي څراغونو د ترمیم او نصبولو کار پیل شو
د هرات ښاروالۍ مسئولين وايي، د ښاري نظم د ښه والي او د ترافيکي پېښو د کمښت په موخه يې په هرات ښار کې ترافيکي څراغونه نصبولو او ترميمولو کار پیل کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتوالۍ رئیس محمد جاوید مایار وايي، د هرات ښار په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي څراغونو د نصب او ترمیم پروژه چې څه باندې دوه میلیونه افغانۍ لګښت لري، پیل شوې ده.
 
ده زياته کړه: د ترافيکي څراغونو فعالول به د ښاري نظم د ټينګښت او د ترافيکي پيښو د کمښت سبب شي.
 
ښاغلي مايار له موټر چلوونکو وغوښتل، چې ترافيکي قوانين مراعات کړي، څو د ترافيکو پوليسو له لوري جريمه نه شي.
 
بل خوا د هرات د ترافيکو مديريت امر خان آغا اڅکزى وايي، چې د ترافيکي څراغونو په نصبولو سره به ترافيکي پېښې کمې شي، د ښاري کلتور کچه به لوړه شي او موټر چلوونکو ته به د موټر چلولو زمينه برابره شي.
 
هغه د هرات له موټر چلوونکو وغوښتل چې د موټر چلولو پر مهال ټول ترافيکي قوانين په پام کې ونيسي او ټولې ترافيکي نښې او نښاني په پام کې ونيسي.
 
اڅکزي دا هم په ډاګه کړه، چې په هر څلورلار کې څلور ترافيکي پوليس ته اړتيا ده او د ترافيکي څراغونو نصبول د څلورو نورو پوليسو د زياتولو په څېر دي.
 
په ورته وخت کې ښاریان د هرات ښاروالۍ له دې اقدام څخه خوښي څرګندوي او وايي، چې د ترافیکي څراغونو په نصبولو سره به ښاري نظم زیات شي.
 
دوی ټینګار کوي چې خلک باید د ترافیکي قوانینو په رعایتولو سره د ترافیکي پېښو د کچې د راټیټولو لپاره هڅې وکړي.
 
د هرات ښاریان له چارواکو غواړي چې ټول موټر چلوونکي مکلف کړي چې ترافیکي قوانین زده کړي او د موټر چلولو جواز ترلاسه کړي.
 
هرات د هېواد په لوېديځ کې يو له ګڼې ګوڼې ډک ولايت دى چې د ځينو موټر چلوونکو له خوا د ترافيکي قوانينو د نه مراعاتولو له امله هر کال د هرات ولايت په روغتون کې د پام وړ ترافيکي پېښې ثبتېږي.
 
https://avapress.com/vdcgtt9xtak93q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته