کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلام آباد په افغانستان کې د عملیاتو د پیلولو اراده نه لري

2 دلو 1401 ساعت 14:58

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د سویس په داووس کې د اقتصادي غونډې په څنډه کې وویل چې اسلام آباد په افغان خاوره کې د عملیاتو اراده نه لري او هېواد یې په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د اسلامي امارت د ملاتړ لاره غوره کوي.


آوا :د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د سویس داووس د اقتصادي غونډې په څنډه کې له انادولو ترکیې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، چې اسلام آباد په افغان خاوره د عملیاتو اراده نه لري.
 
ښاغلي زرداري ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به د ترهګرو په ځپلو او له هغوی سره د مقابلې توان زیات کړي.
 
بلاول بوټو زرداري زیاته کړه: په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو په خلاف د پاکستان مستقیم اقدام که له پولې هاخوا د ترهګرۍ مخه ونه نیول شي په دې معنا نه ده چې پاکستان به په افغانستان کښې له پولې هاخوا عملیات وکړي.
 
نوموړي له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له اسلامي امارت سره د تعامل او همکارۍ پر اړتیا باندې په ټینګار سره زیاته کړه: موږ په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د اسلامي امارت د ملاتړ انتخاب غوره کوو.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: موږ غواړو له افغان حکومت سره مرسته وکړو چې له دغه ګواښ سره د مقابلې لپاره خپل ظرفیت لوړ کړو او زموږ لپاره په افغانستان کې د ترورېزم د ستونزې د حل تر ټولو مشروع لاره د اسلامي امارت ملاتړ دی.
 
تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم ویلي و، چې که کابل په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د پناهځایونو د له منځه وړلو لپاره څه ونه کړي، اسلام آباد ښايي د دوی پر پوستو بریدونه وکړي.
 


د مطلب کود: 264150

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264150/اسلام-آباد-په-افغانستان-کې-د-عملیاتو-پیلولو-اراده-نه-لري

آوا
  https://www.avapress.com