دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۸
د مطلب کود : 264150
اسلام آباد په افغانستان کې د عملیاتو د پیلولو اراده نه لري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د سویس په داووس کې د اقتصادي غونډې په څنډه کې وویل چې اسلام آباد په افغان خاوره کې د عملیاتو اراده نه لري او هېواد یې په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د اسلامي امارت د ملاتړ لاره غوره کوي.
افغان غږ خبری آژانس :د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د سویس داووس د اقتصادي غونډې په څنډه کې له انادولو ترکیې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، چې اسلام آباد په افغان خاوره د عملیاتو اراده نه لري.
 
ښاغلي زرداري ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به د ترهګرو په ځپلو او له هغوی سره د مقابلې توان زیات کړي.
 
بلاول بوټو زرداري زیاته کړه: په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو په خلاف د پاکستان مستقیم اقدام که له پولې هاخوا د ترهګرۍ مخه ونه نیول شي په دې معنا نه ده چې پاکستان به په افغانستان کښې له پولې هاخوا عملیات وکړي.
 
نوموړي له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له اسلامي امارت سره د تعامل او همکارۍ پر اړتیا باندې په ټینګار سره زیاته کړه: موږ په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د اسلامي امارت د ملاتړ انتخاب غوره کوو.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: موږ غواړو له افغان حکومت سره مرسته وکړو چې له دغه ګواښ سره د مقابلې لپاره خپل ظرفیت لوړ کړو او زموږ لپاره په افغانستان کې د ترورېزم د ستونزې د حل تر ټولو مشروع لاره د اسلامي امارت ملاتړ دی.
 
تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم ویلي و، چې که کابل په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د پناهځایونو د له منځه وړلو لپاره څه ونه کړي، اسلام آباد ښايي د دوی پر پوستو بریدونه وکړي.
 
https://avapress.com/vdcdko0xzyt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته