کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې د پولیو ضد واکسین فرعي کمپاین پیل شو

2 دلو 1401 ساعت 15:58

د هرات ولایت روغتیايي چارواکي وايي چې د پولیو د واکسین په دې پړاو کې به ۲۷۷ زره ماشومان واکسین شي.


آوا - هرات: د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د پولیو د واکسین د کمپاین لومړی پړاو نن شنبه د دلوه په ۲ مه د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې پرانیستل شو.
 
د دغه کمپاين د پيل په مراسمو کې د هرات د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالواحد رحماني وويل: دغه فرعي پړاو په هغو ځايونو کې تطبيقيږي چې د پوليو احتمال شتون ولري.
 
ده زياته کړه: دغه کمپاين به سبا دوشنبه د شينډنډ په ولسوالۍ او د انجيل ولسوالۍ په ځينو برخو کې عملي شي.
 
په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولانا نعيم الحق حقاني له خلکو وغوښتل چې د رضا کاران له ټيم سره همکاري وکړي.
 
ده زياته کړه: د واکسين د ښه تطبيق لپاره ټول تدبيرونه د روغتيايي مسئولينو له خوا په پام کې نيول شوي او د روغتيا رياست هڅه کوي چې دغه ويروس له منځه يوسي.
 
مولانا حقاني همداراز ټینګار وکړ: اسلامي امارت د ټولو بنسټونو په همکارۍ د پولیو د له منځه وړلو هڅه کوي.
 
ده وويل: موږ په سړه موسم کې هم کار کوو او په دې برخه کې به هيڅ ډول ځنډ ونشي، ترڅو ماشومان واکسين شي او زموږ اندېښنې هوارې شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې د روغتیايي چارواکو په وینا له ۲۸ میاشتو راهیسې د هېواد په لویدیځ کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده لیدل شوې.
 
ګوزڼ یوه لاعلاجه ناروغي ده چې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان له ګواښ سره مخ کوي او د پولیو واکسین یو څاڅکي ورکول د دې ناروغۍ مخه نیسي.
 
تېر کال په ټول هرات کې د پولیو د واکسین لس پړاوونه په بریالیتوب سره پلي شول.
 


د مطلب کود: 264154

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264154/په-هرات-کې-د-پولیو-ضد-واکسین-فرعي-کمپاین-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com