کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کاظمي قمي او امیرخان متقي غونډه؛ اسلامي امارت د ایران د اوبو د حقوقو درناوي ته ژمن دی

3 دلو 1401 ساعت 10:19

د افغانستان په چارو کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي مسایلو په اړه د خبرو تر څنګ پر ښه ګاونډیتوب او متقابلو ګټو ټینګار وکړ او د ایران د اوبو د حقونو د خوندیتوب غوښتونکي شول.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل تیره شپه (دلوه ۲) د اسلامی امارت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقی او د افغانستان په چارو کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي تر منځ د لیدنې په اړه یو ټویټ خپور کړ.
 
د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال لیکلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړې، پر ښه ګاونډیتوب او متقابلو ګټو یې ټینګار وکړ.
 
په کابل کې د ایران نوي سفیر حسن کاظمي قمي وویل، د اوبو ارزښت ته په پام سره باید هڅه وشي چې اوبه په داسې ډول مدیریت شي چې ضایع نه شي او د ایران حق ورته ورسېږي.
 
امیرخان متقی همدا راز وویل چې اسلامي امارت ژمن دی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې د ایران د اوبو حق ته درناوی وکړي.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي دي چې د باران لږ مقدار د اوبو د کمښت لامل شوی او دا یو ریښتینی عذر دی او هیله لرو چې د باران په زیاتیدو سره به دا ستونزه هواره شي.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانستان او ايران په ١٣٥١ کال کې د هلمند سيند له اوبو د استفادې هوکړه ليک لاسليک کړى و. د دغه تړون له مخې ایران حق لري چې په یوه ثانیه کې تر ۲۶ متر مکعبه اوبه ترلاسه کړي. د دې محاسبې له مخې باید هر کال ۸۲۰ میلیونه متر مکعب اوبه د افغانستان د هیرمند له سیند څخه د ایران د هامون جهيل ته وبهیږي.
 


د مطلب کود: 264169

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264169/د-کاظمي-قمي-او-امیرخان-متقي-غونډه-اسلامي-امارت-ایران-اوبو-حقوقو-درناوي-ته-ژمن-دی

آوا
  https://www.avapress.com