کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرنې د پراختیا صندوق فعالیت بیا پیل شو

3 دلو 1401 ساعت 11:04

د کرنې د پراختیا صندوق فعالیت چې د بانکي سیستم د بدلون او د محاکمو د اصولو د بدلون له امله د څه مودې لپاره ځنډول شوی و، بېرته پیل شو.


آوا: د رئېس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي نن سه شنبه (دلوه ۳) د کرنې د پراختیا صندوق د ملاتړ د پیل په مراسمو کې له ملي سوداګرو او نړیوالو موسسو وغوښتل چې د بزګرانو د اقتصادي ودې او د کرنې د پیاوړتیا په برخه کې همکاري وکړي.
 
په دې کتنه کې د دغه وزارت اداري مرستیال وویل: په ټول هېواد کې امنیت تامین دی، نوموړي له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره د کانونو، روغتیا، کرنې، پوهنې او روزنې په برخو کې په پوره باور سره پانګونه وکړي.
 
د کرنې وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري وویل: افغانستان مناسب اقلیم لري، ښه هوا لري او د کرنې او باغدارۍ لپاره مناسب دي.
 
نوموړي په خپل وار له نړیوالو سوداګرو او د ګاونډیو هېوادونو له سفیرانو او خیریه موسسو وغوښتل چې د کرنې د پراختیا له صندوق سره مرسته وکړي.
 
دبهرنيو چارو سرپرست وزیر اميرخان متقي وويل: افغانستان يو زرغون هېواد دى او د افغانستان اقتصاد په کرنه پورې تړلى دى، د هېواد د پرمختګ لپاره بايد کروندګر او بزګران پياوړي شي، د کرنې او مالدارۍ کچه لوړه شي او افغانستان په کرنه کې په نړي کې خپل ځاى ومومي.
 
داطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا اخترالله خيرخوا هم خبرې وکړې او ويې ويل : د اسلامی امارت رهبری د کرنې ، اوبو او بريښنا په برخو کې دهېواد په پرمختګونو زيات ټينګار کړي.
 
نوموړي د اسلامي امارت له کابینې او نورو مرستندویه بنسټونو څخه وغوښتل چې د هېواد د اوبو د خودکفایۍ او پرمختګ په موخه مدیریت کړي، تر څو اقتصادي پر ځان بسیا شي.
 
د مالیې وزارت سرپرست همداراز د بانکدارۍ د سیستم او د کرنې د پراختیا صندوق د جوړولو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د دغه صندوق فعالیتونه به د اسلامي بانکدارۍ د سیستم د فعالیتونو پر بنسټ ولاړ وي.
 
د کرنې د پراختیا صندوق یا ADF مشر انجنیر عبدالغفور غفاري په خپلو خبرو کې وویل: د کرنې د پراختیا صندوق یوولس کاله وړاندې د کرنې وزارت په مشرۍ د سوداګرۍ، لوړو زده کړو، مالیې او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارتونو په همکارۍ جوړ شو چې اصلي دنده یې د کرنیزو متشبثینو تمویل کول دي.
 
هغه وويل، چې تر اوسه دغه صندوق د کرنې د ودې لپاره ١١ ميليارده افغانۍ لګولې، چې د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې ٦٠ زره کروندګر ترې برخمن شوي دي.
 
غفاري وايي، د اسلامي امارت له فتحې وروسته د افغانستان په بانکي سیستم او د محاکمو په اصولو کې د بدلون له امله د دغه صندوق فعالیتونه بند شوي وو او اوس بېرته پیل شوي دي.
 


د مطلب کود: 264173

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264173/د-کرنې-پراختیا-صندوق-فعالیت-بیا-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com