کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوچا سږ کال په افغانستان کې له څه باندې ۵۶۰ زرو کسانو سره مرسته کړې ده

3 دلو 1401 ساعت 11:09

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، په روان ژمي کې یې په افغانستان کې له ۵۶۵۷۰۰ کسانو سره بشري مرستې کړې دي.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) پرون (دلوه ۲) په یوه ټوېټ کې ویلي، چې په روان ژمي کې یې په افغانستان کې له ۵۶۵۷۰۰ کسانو سره بشري مرستې کړې دي.
 
اوچا لیکلي چې د هغه نوې مرستې د سازمان د ټول هدف یوازې ۵۹ سلنه استازیتوب کوي.
 
د دې ادارې په وینا، د کورونو د تودولو او پر اړمنو کسانو د کمپلو او نغدو پیسو د وېش لړۍ دوام لري.
 
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی و، چې په افغانستان کې مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ۲۸ میلیونو ته لوړ شوی دی.
 
د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې په دې وروستيو ورځو کې بې سارې یحني ډېرې کورنۍ له ستونزو سره مخ کړې دي.
 
د اسلامي امارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت هم د جمعې په ورځ (جدی۳۰) اعلان وکړ چې د روان کال له ۲۰ مې نېټې راهیسې د یخنۍ، سېلابونو، ګازو او اور لګېدو له امله ۱۰۴ تنه مړه شوي دي.
 


د مطلب کود: 264174

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264174/اوچا-سږ-کال-په-افغانستان-کې-له-څه-باندې-۵۶۰-زرو-کسانو-سره-مرسته-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com