دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۲
د مطلب کود : 264182
د نیمروز او سیستان او بلوچستان د واليانو غونډه؛ د قاچاق پر وړاندې مبارزه او د اړیکو پراخول، د خبرو تمرکز
د ایران د اسلامی جمهوریت د سیستان او بلوچستان ولایت لوړرتبه پلاوی د سیستان او بلوچستان د والی ډاکتر محمد کریمی په مشرۍ د نیمروز ولایت له والی ملا نجیب الله رفیع سره د نیمروز ولایت د غونډو په تالار کې د دغه ولایت د ملکي او نظامي چارواکو د یوې ډلې په حضور کې کتنه او خبرې اترې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: په دې کتنه کې د نیمروز والي او د دغه هېواد د پلاوي مشر مل پاسوال نجیب الله رفیع د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پر اهمیت، له انساني قاچاق او نشه‎يي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې لاسته راوړنې یې بیان کړې او ویلي یې دي چې له یادې پدیدې سره مبارزه د اسلامي امارت د سیمه ییزې ادارې له لومړیتوبونو څخه دي.
 
د نيمروز والي د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې د ايران له پلاوي وغوښتل چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي او دغه اقدام يې د دواړو هېوادونو د اړيکو د پياوړتيا لپاره اغېزمن وباله.
 
له بلې خوا د ايران د اسلامي جمهوريت د سيستان او بلوچستان والي ډاکټر محمد کرمي په نيمروز ولايت کښې د دغې غونډې له ترسره کېدو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وويل د مسلمانانو د بشپړ بريا راز په يووالي کښې دى.
 
د دې دوه اړخیزې ناستې په دوام کې د افغانستان او ایران د هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د ټینګښت په موخه له بحث او نظریاتو وروسته اقتصادي او امنیتي کمېټې جوړې شوې.
 
په دې غونډه کې وویل شول چې د ورېښمو لار به د دواړو ولایتونو ترمنځ د سوداګرۍ د بهیر د ودې په موخه ۲۴ ساعته د ترانزیتي وسایطو پر مخ خلاص وي او هره ورځ به څه باندې ۶۰۰ ترانزیتي وسایط د ورېښمو له لار تېرېږي.
 
https://avapress.com/vdciv5arrt1aqz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته