کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه او نیمروز ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو

3 دلو 1401 ساعت 12:46

په فراه او نيمروز ولايتونو کې هم د پوليو واکسين درې ورځنى کمپاين د دوشنبې په ورځ (دلوه ٣) پيل شو.


آوا - هرات: د فراه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجم الدین بشیری وایی: په دغه درې ورځنی کمپاین کې به ۲۰۰ زره هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وی، واکسین شی.
 
نوموړی زیاتوي: ۱۵۱۰ رضاکاران، ۱۹۶ څارونکي، ۵۸ ارزونکي، ۱۳ د کیفیت ارزونکي او ۴۴۶ مامورین به په کار بوخت وي.
 
د فراه ولایت د عامې روغتیا د معافیت مدیر زیاتوي، چې دغه کمپاین به د دغه ولایت په پشترود، خاکسفید، بالابلوک، بکواه او ګلستان ولسوالیو کې پیل او پلی شي.
 
ډاکټر بشيري دغه راز د اطلاعاتو او کاتور ریاست او مدني ټولنو څخه وغوښتل، چې په دغه درې ورځني کمپاين کې د پوليو واکسيناسيون له ټيمونو سره همکاري وکړي.
 
په نیمروز ولایت کې له پنځو کلونو کم عمره سل زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین نن دو شنبه د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې په رسمي ډول پیل شو.
 
له بلې خوا د نيمروز ولايت د عامې روغتيا رييس مولوي عبدالرحمن عبدالله وايي: په پام کې لري چې د نوي کال په لومړي پړاو کې د نيمروز ولايت په مرکز او ولسواليو کې له سلو زرو څخه زياتو ماشومانو ته د واکسين دوه څاڅکي ورکړي.
 
د نيمروز د عامي روغتيا رئيس د دغه ولايت د ټولو رياستونو له مسئولينو څخه وغوښتل چي د پوليو واکسين د تطبيق په اړه د معلوماتو په ورکولو او کنټرول کي زياته همکاري وکړي.
 
نن د دلوي دریمه د هیواد په لویدیځو ولایتونو کې د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین پیلیږي.
 
په همدې حال کې روغتیايي چارواکي وايي چې په تېرو ۲۸ میاشتو کې د هېواد په لویدیځ کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
 


د مطلب کود: 264186

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264186/په-فراه-او-نیمروز-ولایتونو-کې-د-پولیو-ضد-واکسین-درې-ورځنی-کمپاین-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com