دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۴
د مطلب کود : 264196
له ازبکستان څخه وارداتي برېښنا پرې شوې؛ د ۱۲۰۰ شرکتونو فعالیت ودرول شو
د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې مشر عبدالجبار صافی وايي، د هېواد په پلازمېنه، سوېل او ختیځ کې له ۱۲۰۰ ډېر صنعتي شرکتونه د برېښنا د نشتوالي له امله په ټپه درېدلي او زرګونه کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: له ازبکستان څخه د وارداتي برښنا د پرې کولو په غبرګون کې د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې مشر په دې باور دی چې صنعتکاران د خپلو شرکتونو د بریښنا اړتیا نه شي پوره کولای او له همدې امله مجبور دي د خپلو کارمندانو شمیر کم کړي.
 
عبدالجبار صافي رسنیو ته وویل، د برېښنا د نشتوالي له امله کورني تولیدي شرکتونه په بازار کې د سیالۍ توان نه لري او د کورنیو تولیداتو ځای وارداتي محصولات اخیستي دي.
 
ښاغلی صافی وايي چې د اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون ژمنه کړې وه چې صنعتي شرکتونو ته به له تاجکستان څخه د وارداتي برېښنا او د کورنیو برېښنا تولیدونکو شرکتونو له لارې برېښنا ورکوي، خو تر اوسه دغه ژمنه نه ده پوره شوې.
 
د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې مشر خبرداری ورکوي چې که د صنعتي شرکتونو د اړتیا وړ برېښنا برابره نه شي، صنعتي شرکتونه به د تل لپاره غیر فعال شي.
 
په همدې حال کې په کابل کې د پلاستیکي تولیداتو د یوه شرکت مشر خال محمد تاجک وايي چې په تېرو څو میاشتو کې د برېښنا د نشتوالي او د کار د مناسب بازار د نشتوالي له امله د دغه شرکت د کارکوونکو شمېر له ۲۵۰ څخه ۱۵ کسانو ته راکم شوي.
 
د ښاغلي تاجک په خبره، د برېښنا په نشتوالي کې د شرکتونو لګښتونه ۹۰ سلنه لوړېږي، نوموړی زیاتوي چې د دوامداره برېښنا نشتوالی هم د تولیدي شرکتونو د ماشینونو د ویجاړېدو لامل شوی دی.
 
هر کال د ژمي په رانږدې کېدو سره په کابل او د افغانستان په ولایتونو کې د برېښنا د نشتوالي پېښې زیاتېږي، په تېرو کلونو کې د برېښنا د ستنو ویجاړېدل او د لینونو پرې کېدل په دغه ولایت کې د اوږدې مودې لپاره د برېښنا د بری کیدو لاملونه بلل کېدای شي.
 
د ۲۰۲۳ کال له پیل سره، د اسلامي امارت چارواکو د دې کال تر پایه پورې د ازبکستان د وارداتي برېښنا د قرارداد د تمدید اعلان وکړ. د دغه قرارداد پر بنسټ، ازبکستان افغانستان ته ۴۲۰ میګاواټه برېښنا صادروي.
 
خو د دې خبر له خپرېدو درې اوونۍ وروسته په ازبکستان کې د برېښنا د پرې کېدو له امله کابل او یو شمېر ولایتونه تیاره شوي دي. برشنا شرکت له ازبکستان څخه د برېښنا د پرې کېدو لامل تخنیکي "ستونزې" بللې وې.
 
په ورته وخت کې د ازبکستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د خپلې ژمنې په ماتولو تورنوي او له دغه هېواده یې غوښتي چې خپله ژمنه پوره کړي.
 
https://avapress.com/vdcdno0x9yt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته