کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حسینې مزاري په سویډن کې د قران کریم د سپکاوي په غبرګون کې؛

د لويديځو هيوادونو دوکه باز واکمنان په هيڅ هيواد کي د خلکو په زړونو کي د اسلام او قرآن د نور د نفوذ مخه نه شي نيولای

3 دلو 1401 ساعت 15:33

د تبیان د ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو د مرکز عمومي رییس د یوه سویډني تبعه له خوا د قران کریم د سپکاوي په غبرګون کې وویل چې دا لومړی ځل نه دی چې اروپایان د نورو د افکارو د درناوي پرته د بیان د ازادۍ ادعا کوي، بلکي د بیان ازادي یې تر پښو لاندې کړې، دوی د نړۍ د سلګونو میلیونو مسلمانانو عقیدې ته سپکاوي کوي، دا ناسمه خبره ده، چې په دې اسلام ضد خوځښت سره به د اسلام او قرآن د سپېڅلو ړڼاوو مخه ونیول شي.


آوا - کابل: د تبیان د ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو مرکز او د آوا د عمومی رئیس، د حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری د وینا بشپړ متن په لاندې ډول دی:
بسم الله الرحمن الرحیم
د قرآن کریم سپکاوی او د خدای تعالی د دغه سپېڅلي کتاب سوځول په ستاکهولم کې د یوه سویډني وګړي له خوا په داسې حال کې ترسره کېږي چې د دغه هېواد پولیس هم د پېښې د شاهد او کتونکي په توګه حاضر دي.
دا لومړی ځل نه دی چې اروپایان د بیان د ازادۍ او د نورو د افکارو او نظریاتو ته د درناوي په ادعا سره، د بیان ازادي تر پښو لاندې کوي او په خورا کرکه او نفرت ډکو کړنو سره یې د شاوخوا سلګونو میلیونو مسلمانانو عقاید په نښه کوي.
که څه هم داسې ګنګوسې کېږي چې د غرب خلک د خپلې آزادۍ له امله دا ډول ناوړه عملونه کوي، خو په دې کې شک نشته چې د لوېدیځو هېوادونو د فریبکارو واکمنانو د لوی مدیریت د سیاستونو په ډګر کې د دې بهیر پیل او دوام دی. ځکه چې د ځمکې پر مخ د اسلام د خپرېدو وېره په ځانګړې توګه د لوېديځو هېوادونو په زړونو کې ده، خو دا ناسمه خبره ده چې د خلکو په زړونو کې د اسلام او قرآن د نفوذ مخه دی دوي ونيسي.
نن الحمدلله یواځینی دین چې پراخیږي او هره ورځ په زرګونو خلک دغه پاک دین ته داخلیږي هغه اسلام دی او یقینا ډیر وخت به نه وي چې د اوس په پرتله نړیوال شي.
په هر حال په سویډن کې د قران کریم سوځول په کلکه غندم او له ټولو حقیقي او حقوقي مسلمانو شخصیتونو څخه هم غوښتنه کوم چې د غربیانو دغه انساني او الهي ضد عمل وغندي.
والسلام
سید عیسی حسینی مزاری
د تبیان د ټولنیزو فرهنګي فعالیتونو د مرکز او د آوا عمومي رئیس
۳ دلو ۱۴۰۱ شمسی
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت امام خامنه اي ته د صهیونیسټي مجلې چارلي ابدو او د فرانسې د ورځپاڼې Le Monde له پرله پسې سپکاویو وروسته اوس یو سویډني تبعه په یوه بې شرمه او توهینونکې کړنه کې چې د غربي هیوادونو د واکمنانو په ملاتړ، د انسان جوړونې کتاب او د خدای (ج) کلام ته سپکاوی وکړ او اور یې ورته واچاوه. دغه کړنه یو ځل بیا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو له پراخو غبرګونونو او غصې سره مخ شوی دی.
 


د مطلب کود: 264206

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264206/د-لويديځو-هيوادونو-دوکه-باز-واکمنان-په-هيڅ-هيواد-کي-خلکو-زړونو-اسلام-او-قرآن-نور-نفوذ-مخه-نه-شي-نيولای

آوا
  https://www.avapress.com