دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 264210
عبدالسلام حنفي: د هېواد د نورو اتباعو په څېر د کاڼو ټولنه هم له اسلامي امارت سره ځانګړی حیثیت لري
د رئیس الوزرا اداري مرستیال وايي چې دهېواد د نورو اتباعو په څېر دکاڼو ټولنه هم له اسلامي امارت سره ځانګړى ځای لري او دولت د افغانانو په ځانګړې توګه دهغو کسانو ستونزو ته چې په ځانګړو شرايطو کې دي د حل کولو په لاره کې جدي غور کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد یو شمېر کاڼو خلکو د رئیسالوزرا له مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی سره په کتنه کې د خپلو ستونزو د حل غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د کوم عذر پرته د هغوی د ستونزو د حل غوښتنه کوی.
 
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي چې په دې کتنه کې باتور چې په خپله په اشاراتي ژبه يې خبرې کولې په هيواد کې دکاڼو د ټولنې ستونزې او ننګونې د دغه وزارت اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ته بيان کړې.
 
باتور وزګارتيا او بې وزلي خپله اساسي ستونزه وبلله او ويې ويل، چې د شهيدانو او معلولينو په وزارت کې کاڼه کسان نه دي ثبت شوي، په داسې حال کې چې هر څوک عذر او حق لري.
 
ده د اسلامي امارت له مسئولینو وغوښتل چې دکډوالو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
 
دوزيرانو چارو وزارت اداري معين مولوي عبدالسلام حنفي وويل: د هيواد د نورو اتباعو په څير دکاڼو ټولنه هم له اسلامي امارت سره ځانګړى دريځ لري.
 
ده وويل چې داسلامي نظام مسئولين به د کاڼو د ستونزو دپيژندلو او حل کولو لپاره خپلې ټولې هلې ځلې وکړي .
 
https://avapress.com/vdca6ynuw49niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته