کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال سره په کتنه کې: زموږ عمومي بښنه په معاصر تاریخ کې ساری نه لري

4 دلو 1401 ساعت 9:50

د ملګرو ملتونو د بشري چارو او د بېړنیو مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره یې وکتلي.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد پرون دوشنبه (دلو ۳) په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې د اسلامی امارت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقی د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیال مارتین ګریفیتس سره وکتل.
 
په ټویټ کې ویل شوي، چې په دغه سفر کې د یونیسف د اجرایوي رییس مرستیال عمر عبدي او د کیر انټرنیشنل د مشر او د ماشومانو د ژغورنې د ادارې د مشر مارتین ګریفیتس په ګډون د یو شمېر نړیوالو مرستندویه موسسو مسوولین هم کابل ته راغلي دي.
 
په دې کتنه کې دملګروملتو دسازمان دعمومي سرمنشي مرستيال په افغانستان کې دامنيت دټينګښت په باب خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې دښه امنيت له امله موږ توانيدلي يو چې خپل خدمتونه دهېواد ټولو برخو ته پراخ کړو .
 
ګریفیتس د نړیوالې ټولنې د مرستو اندازه ۴،۶ میلیارده ډالره اعلان کړه او ویې ویل، چې دغه اندازه په ۲۸ میلیونو افغانانو وېشل شوې ده.
 
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال هم په افغانستان کې د ښځو د کار او زده کړو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
 
د غونډې په دوام کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقی افغانستان د نړیوالې ټولنې یوه برخه وبلله او ویې ویل، ملګري ملتونه د افغانستان او نړۍ د یو بل د نږدې کولو په برخه کې ستر مسوولیت او رغنده رول لري.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په هېواد کې د عمومي بخښنې فرمان ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: موږ د عمومي بخښنې داسې بېلګه وړاندې کړه چې په معاصر تاریخ کې یې بېلګه نشته.
 
په پای کې متقی په افغانستان کې د "مراقبت" موسسې د فعالیتونو له بیا پیل څخه قدرداني وکړه او د ملګرو ملتونو له پلاوي څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې وروستۍ لاسته راوړنې او فرصتونه له نړیوالې ټولنې سره شریک کړي.
 
دا په وروستیو اونیو کې د ملګرو ملتونو دوهم لوړ پوړی پلاوی کابل ته سفر کوي. تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد او ورسره پلاوي افغانستان ته د سفر په ترڅ کې له بېلابېلو دولتي چارواکو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
 


د مطلب کود: 264220

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264220/متقي-د-ملګرو-ملتونو-سرمنشي-له-مرستیال-سره-په-کتنه-کې-زموږ-عمومي-بښنه-معاصر-تاریخ-ساری-نه-لري

آوا
  https://www.avapress.com