دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 264222
افغانستان ته به د چهارشنبې په ورځ د برېښنا صادرات بیا پیل شي
د ازبکستان د انرژۍ وزارت اعلان کړی، چې افغانستان ته به د چهارشنبې په ورځ (دلو ۵) د برېښنا صادرات بیا پیل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ازبکستان د انرژۍ وزارت تېره شپه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې افغانستان ته د برېښنا صادرات د چهارشنبې په ورځ (دلو ۵) پیلیږی.
 
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د هوا د تودوخې د کمېدو او د برېښنا بندونو ته د تېلو په رسولو کې د ستونزو له امله د جدی له ۱۴مې افغانستان ته د برېښنا صادرات بند شوي دي.
 
د روان کال لپاره له ازبکستان څخه د برېښنا د واردولو تړون څه موده وړاندې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ لاسلیک شو، خو له شاوخوا لسو ورځو راهیسې په ازبکستان کې د برېښنا د پرې کېدو له امله د پلازمېنې په ګډون یو شمېر ولایتونو ته برېښنا پرې شوې ده.
 
تېره اوونۍ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له ازبکستان څخه وغوښتل چې د دواړو لورو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې افغانستان ته برېښنا صادره کړي.
 
https://avapress.com/vdcdxo0xxyt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته