دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 264228
له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا موده د یوه بل کال لپاره وغځول شوه
د برېښنا شرکت (برښنا) ویلي، چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا موده تر ۲۰۲۳ کال پورې غځول شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د برښنا شرکت (برشنا) تېره شپه (دلو ۳) وویل چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د وارداتی برښنا موده تر ۲۰۲۳ کال پورې غځول شوې ده.
 
د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا د غځولو تړون د دوشنبې په ورځ (دلو ۳) په عشق آباد کې لاسلیک شو.
 
برشنا له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا د اندازې په اړه څه ونه ویل. له ازبکستان سره هم مهاله دغه هېواد د افغانستان ډېرې برخې ته برېښنا ورکوي.
 
اسلامي امارت په دې وروستیو کې له ازبکستان او تاجکستان سره قرارداد تمدید کړی دی.
 
له دې سره سره ازبکستان د افغانستان برېښنا پرې کړې، چې په دې وروستیو کې یې ویلي چې د چهارشنبې په ورځ (دلو ۵) به برېښنا بېرته وصل کړي. دا مهال کابل او یو شمېر ولایتونه د برېښنا له کمښت سره مخ دي.
 
https://avapress.com/vdcj8xe8ouqem8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته