کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فاریاب ډېری تاریخي اثار د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي

4 دلو 1401 ساعت 11:05

د فارياب د اطلاعاتو او کلتور رياست مسئولين وايي، چې په دغه ولايت کې څه باندې ١٦٠ تاريخي ابدې شته؛ خو زیاتره تاریخي اثار له منځه تللي او یا د منځه تلو په حال کې دي.


آوا - مزارشریف: د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رئیس شمس الله محمدی نن سې شنبه وویل: له موږ سره ۱۶۳ تاریخي آبدات ثبت شوي چې ډیري يي د فارياب د اندخوى ولسوالۍ کې موقعیت لري.
 
هغه زیاته کړه، د وخت په تېرېدو، جګړو او د تېر حکومت نه پاملرنه د دې لامل شوې، چې د دغه ولایت ډېری تاریخي اثار له منځه ولاړ شي.
 
محمدي وويل، که چېرې د فارياب تاريخي ابدات ژر تر ژره ترميم نه شي، نو له منځه به ولاړ شي.
 
د فارياب د اطلاعاتو او کلتور رييس ټينګار وکړ چې د تاريخي ابداتو د ويجاړېدو موضوع يې له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره شريکه کړې او هغوى ورته د پاملرنې ژمنه کړې ده.
 
په ورته وخت کې د فاریاب یو شمېر کلتوریان هم د دې ولایت د تاریخي اثارو د نه پاملرنې په اړه اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې د دغو ودانیو د بیارغونې لپاره اقدام وکړي.
 
د دغو کلتوريانو په وينا، په تېرو شلو کلونو کې د فارياب تاريخي ابداتو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
 
د فارياب تر ټولو مشهور تاريخي حوضونه د ګونباد عدالت، ينګي جومات، زوړ ښوونځی، د بابا ولي لېسه، د اقيني حوض او قزل ګنبد دي چې د اندخوی په ولسواليو کې موقعيت لري.
 


د مطلب کود: 264229

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264229/د-فاریاب-ډېری-تاریخي-اثار-ویجاړېدو-له-ګواښ-سره-مخ-دي

آوا
  https://www.avapress.com