کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پوهنې نړیواله ورځ؛ ګوترش پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز لرې کولو غوښتنه وکړه

4 دلو 1401 ساعت 11:49

د ملګرو ملتونو سرمنشي د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې له اسلامي امارت غوښتي چې په افغانستان کې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د ښځو د ورتګ د بندیز پرېکړه بېرته واخلي.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په خپل ټویټر پاڼه کې د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې له اسلامي امارت غوښتي چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د ښځو د ورتګ د بندیز په اړه خپله پریکړه بدله کړي.
 
انتونیو ګوترش ویلي دي چې اوس د دې وخت رارسیدلی چې هغه قوانین او کړنې پای ته ورسوو چې په تعلیم اغیزه کوي.
 
خو د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري اداره (یونسکو) وايي، چې د افغانستان په پوهنتونونو کې د ښځو حضور نږدې ۲۰ چنده زیات شوی وو په تیر دوه لسیزو کې؛ خو نن دوی ته اجازه نه ورکول کیږي چې په هیواد کې لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.
 
د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت دغه سازمان ویلي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز د منلو وړ نه دی.
 
یونسکو د پوهنې نړیواله ورځ په افغانستان کې د نجونو او ښځو زده کړو ته ځانګړې کړې ده.
 
دغه سازمان په ټویټ کې لیکلي: "د پوهنې په ورځ له موږ سره یوځای شئ او په لوړ غږ ووایئ: اجازه راکړئ چې افغان نجونې زده کړې وکړي."
 
د یادولو وړ ده چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت تر بلې خبرتیا پورې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.
 


د مطلب کود: 264236

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264236/د-پوهنې-نړیواله-ورځ-ګوترش-پوهنتونونو-ته-نجونو-پر-تګ-بندیز-لرې-کولو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com