دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 264237
د اطلاعاتو او کلتور وزارت له دولتي بنسټونو وغوښتل چې د رسنیو په کارونو کې لاسوهنه ونه کړي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت له ټولو دولتي بنسټونو وغوښتل چې د رسنیو په کار کې لاسوهنه ونه کړي. ځکه دغه وزارت به د رسنیو له ستونزو سره لاس او ګریوان وي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتو مرستیال حیات الله مهاجر فراهی وايي، رسنۍ هم باید د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لارې خپلې ستونزې تعقیب کړي.
 
د ښاغلي فراهي په وینا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د کمېسیون له غړو سره په همغږۍ ټینګار کړی چې د رسنیو د ستونزو د هواري یوازینی ادرس د اطلاعاتو او کلتور وزارت دی.
 
ښاغلي فراهي طلوع نیوز ته وویل: داطلاعاتو اوکلتور وزارت ټولو اړخونو، دولتي ادارو او داسلامي امارت مجاهدینو ته په ډاگه کوي چې که دهیواد په هره برخه کې رسنۍ سرغړونه وکړي او ددوي په کارونو کې لاس ولري نو دابه یې دحل په خاطر وي.
 
له بلې خوا د رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونه په دې باور دي چې د دولتي بنسټونو لاسوهنه د رسنیو آزادي زیانمنوي.
 
دغه بنسټونه وايي، د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړلو د کمېسیون له لوري باید د خبریالانو او رسنیو قضیې تعقیب شي او د بېلابېلو بنسټونو د لاسوهنو مخه دې ونیول شي.
 
د افغانستان د آزادو خبريالانو د ټولنې مرستيال فرهاد بهروز وويل: د ډېرو هغو بنسټونو لاسونه چې د بيان آزادۍ او د رسنيو آزاد فعاليت ته زيان رسوي، بايد پرې کړل شي او تل مو دا هيله وه چې د رسنيو د شکايتونو د اورېدو کمېسيون او سرغړونې باید د رسنیو مسئول تعقیب کړي."
 
یو شمېر خبریالان وايي، رسنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي او باید دغو ستونزو ته رسیدګي وشي.
 
مصطفى شهريار په دې اړه خبريالانو ته وويل: "هغه مالي ستونزې چې رسنۍ يې ورځ تر بلې ورسره لاس او ګرېوان دي او نه شي کولى د خپلو خبريالانو ملاتړ وکړي، بله ستونزه يې اطلاعاتو ته د لاسرسي نشتوالى دى چې خبريالان يې له ستونزو سره مخ کړي دي."
 
یو بل خبریال محمد رقیب فیاض وايي: د رسنیو په کار کې د نورو بنسټونو نه لاسوهنه او بیا هم د مالیاتو کمول او د اعلاناتو ورکول کولای شي په افغانستان کې د رسنیو ستونزې هوارې کړي.
 
د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ، دوه ټلویزیونونه، اوه راډیوګانې او یوې خبري ادارې په ۲۰۲۲ کال کې د اقتصادي ستونزو له امله خپل فعالیتونه بند کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcjtxe8auqem8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته