دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۰
د مطلب کود : 264244
راشد خان د ځان لپاره نوی ریکارډ جوړ کړ
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان راشد خان پرون د سویلي افریقا په غوره لیګ کې د دریو ویکټو په اخیستو سره په شل اوریزو لوبو کې خپلې ۵۰۰ ویکټې پوره کړې او نوی ریکارډ یې جوړ کړ.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان راشد خان د دوشنبې په ورځ (دلو ۳) د سویلي افریقا په ۲۰ اوریزو لوبو کې د دریو ویکټو په اخیستو سره خپلې ۵۰۰ وېکټې پوره کړې.
 
تر راشد خان مخکې د ویسټ انډیز یو بل لوبغاړي په شل اوریزو لوبو کې ۵۰۰ لوبغاړي له منځه وړي وو.
 
دا مهال راشد خان د نړۍ دوهم بالر دی چې تر ټولو زیاتې ویکټې یې اخیستې دي.
 
د ویسټ انډیز لوبغاړی ډیون براوو له ۶۰۰ زیاتو ویکټو سره په لومړي مقام کې دی.
 
https://avapress.com/vdchkknik23n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته