دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۰
د مطلب کود : 264249
ملګري ملتونه سږ کال د افغانستان له خلکو سره ۴،۶ میلیارده ډالره مرسته کوي
د بشردوستانه چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس د اسلامي امارت د رئیس الوزرا له اداري مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، دوی پلان لري چې تر ۲۰۲۳ کال پورې ۲۸ میلیونه افغانانو ته ۴،۶ میلیارده ډالر ورکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ګریفیتس وايي، دغه مرستې په نړۍ کې د ملګرو ملتونو تر ټولو ستر بشري فعالیت دی.
 
په دې کتنه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو دفترونو یو شمېر مسئولینو هم حضور درلود. ښاغلي ګریفیتس وویل چې افغانستان ته زموږ د سفر موخه د بشردوستانه فعالیتونو تمرکز دی، څو دوی وکولای شي په افغانستان کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
 
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال هم ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال لپاره مو له ۲۸ میلیونو افغانانو سره د ۴،۶ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې، چې دا په نړیواله کچه زموږ تر ټولو لوی فعالیت وی، له همدې امله ښځو ته د مرستو رسولو لپاره د ښځینه کارکوونکو شتون اړین دی.
 
له بلې خوا د رئیس الوزرا د دفتر اداري مرستيال عبدالسلام حنفي د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتو او نورو بنسټونو د مرستو هرکلى وکړ او ويې ويل چې افغانستان په تيرو ٤٣ کلونو کې زيات زيانونه زغملي دي چې يو ستر بې شمیره میرمنې کونډې شوې، بې شمیره کورنیو خپل عزیزان له لاسه ورکړي، زیربناوې لا هم ویجاړې شوې او بنسټیز تاسیسات بیا رغول شوي نه دي.
 
هغه ټینګار وکړ چې له افغانانو سره په هر ډول شرایطو کې مرسته ډېره مهمه ده.
 
د رئیس الوزرا اداري مرستیال د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د ملي امنیت د تامین، عمومي عفوې، د نشه یي توکو د کښت، پروسس او قاچاق د مخنیوي، د محاکمو خپلواکه دندو په ګډون، د شهيدانو او معلولينو د کورنيو سره مرسته، په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه او د سوالګرو د راوړلو يادونه وکړه.
 
حنفي په خپله وروستۍ وينا کې د اسلام په سپېڅلي دين کې د ښځو پر مقام او ارزښت هم خبرې وکړې او ويې ويل: ښځې په اسلام کې ځانګړي حقوق او حيثيت لري. هغه زیاته کړه، هیله لرو چې که په دې برخه کې کومه ستونزه وي، په تفاهم سره به حل شي.
 
https://avapress.com/vdcc00qio2bqei8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته