دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۶
د مطلب کود : 264251
کاظمي قمي: ملګري ملتونه باید د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ایران ټول توان وکاروي
د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د یوناما د دفتر له مشري سره په کتنه کې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د ایران د اسلامي جمهوریت له ټولو ظرفیتونو څخه د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره کار واخلي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مرستیال دفتر پرون (دوشنبه، دلو ۳) د یوه ټویټ په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دغه دفتر مشرې " رزا اتانبایوا" له حسن کاظمی قمی د ایران نوي سفیر په کابل سره وکتل.
 
په دغه ټویټ کې ویل شوي چې دواړو لورو د ټول شموله حکومت، د ښځو او نجونو د حقونو او په ایران کې د افغان کډوالو په اړه خبرې وکړې.
 
له بلې خوا په کابل کښې د ایران د سفارت نوی مشر حسن کاظمی قمی په دغه کتنه کښې له ملګرو ملتو وغوښتل چې د ایران د اسلامی جمهوریت له ټولو ظرفیتونو څخه د افغانستان له خلکو سره د مرستې او د ستونزو د حل لپاره سیمه ایزې همکارۍ زیاتې کړی.
 
کاظمي قمي همدا راز رزا اتانبایوا ته د ملګرو ملتونو په مرسته د افغانستان د ډېرو ظرفیتونو د بشپړ فعالولو لپاره د ایران د چمتووالي په اړه هم خبر ورکړ.
د ترهګرو ډلو په تېره بیا داعش سره مقابله په دغه غونډه کښې د بحث وړ موضوعاتو څخه وو.
 
د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د شنبې په ورځ د دلو په لومړۍ نېټه په رسمي توګه په کابل کې د ایران د سفارت د نوي سفیر په توګه په کار پیل وکړ.
 
دغه لوړ پوړی ایرانی دیپلومات په هرات کې د ایران په کونسلګرۍ کې هم دنده ترسره کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcftjd0yw6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته