دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۲
د مطلب کود : 264256
د دریمې نړیوالې جګړې د پیلیدو په اړه د روسیې د امنیت شورا د مرستیال خبرداری
د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدویدیف وايي، په اوکراین کې د جګړې اوږدول به د نړیوالې جګړې د رامنځته کېدو لامل شي.
افغان غږ خبری آژانس: د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدویدیف د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د روسیې پر وړاندې د دښمنۍ له امله نړۍ د دریمې نړیوالې جګړې له خطر سره مخ ده.
 
د ایرنا خبری آژانس د رپوټ له مخې مېدوېدېف د یکشنبې په ورځ وویلي: که په اوکرایین کښې جګړه اوږده شی، نو په یو وخت کښې به د هغو هېوادونو په شمول یو نوی پوځی ائتلاف چې له امریکې سره ناراضه دی، رامنځته شی.
 
د هغه په ​​وينا، که امريکا له اروپا څخه ووځي، نو نړۍ به يو ځل بيا يو باثباته ځای شي.
 
د روسیې د دولت دوما مشر امریکا او د ناټو نورو غړو ته هم خبرداری ورکړی چې که پر روسیې برید وشي، یو نړیوال ناورین به رامنځته شي او لویدیځ هېوادونه به له منځه ولاړ شي.
 
د روسیې د ولسي جرګې مشر ویاچسلاف وولودین د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پر روسیې د بریدونو لپاره د امریکا او ناټو له خوا اوکراین ته د وسلو استول به د غچ اخیستنې په برخه کې د لا زیاتو قوي وسلو د کارولو لامل شي.
 
دغه جګپوړي روسي قانون جوړونکي لويديځو هېوادونو ته خبردارى ورکړى، چې پر روسيې د دوى د وسلو د لېږد په پايله کې پر اوکراين بريد به يوه نړيواله ناورين رامنځته کړي.
 
د اوکراين جګړه له ټولو سياسي، پوځي، اقتصادي، ټولنيزو او حتی کلتوري پايلو سره په يوولسمه مياشت کې روانه ده او لويديځ هېوادونه لا هم اوکراين ته وسلې لېږي.
 
روسي چارواکو او ځینو غربي کارپوهانو او رسنیو د اوکراین جګړه د لویدیځ او روسیې تر منځ د نیابتي جګړې په توګه یاده کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcamynui49niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته