دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۸
د مطلب کود : 264257
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس: د قران کريم د سوځولو عاملین دې مجازات شي
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس په سويډن کې د قران کريم د سوځولو پېښه وغندله او د دې پېښې د عاملينو د مجازات غوښتنه يې وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولانا نعیم الحق حقاني په یوه غونډه کې وویل: د قران کریم سوځول د ټولو مسلمانانو زړونه زیانمن کړي دي.
 
هغه ټینګار وکړ، چې د دغه کار عاملین باید مجازات شي، څو څوک د قرآن او د اسلام سپیڅلي دین ته سپکاوی ونه کړي.
 
مولانا حقاني هم د الهي کلام حافظانو ته خطاب وکړ او وې ویل: په زړونو کې د قرآن کریم حفظ کول د مسلمانانو په کورونو او ژوند کې رڼا او برکت راولي.
 
د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس زياته کړه: د مسلمانانو دنده ده چې د قرانکريم ساتنه وکړي، ترجمه او تفسير يې په نظر کې ونيسي او د انسانانو د لارښوونې او د ژوندانه د چارو د پرمختيا لپاره يې وکاروي.
 
په همدې حال کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سویډن په پلازمینه استکهلم کې د یوې مظاهرې په ترڅ کې د قران کریم سوځول په کلکه غندلي او له سویډني چارواکو یې غوښتي چې عاملین یې مجازات کړي.
 
https://avapress.com/vdcbsab5zrhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته