کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ښاریان: له شلو کلونو وروسته د لویو لارو امنیت تامین شوي

4 دلو 1401 ساعت 16:26

د هېواد اوسېدونکي وايي چې د اسلامي امارت په جوړېدو سره د هېواد د لویو لارو امنیت له شلو کلونو وروسته په بشپړه توګه تامین شوی او مسافر کولای شي له یوه ولایت څخه بل ولایت ته له وېرې پرته تګ راتګ وکړي.


آوا: د کابل - هرات د لارې د مسافر وړونکو موټرو چلوونکی ناصر محمدی آوا ته وویل چې د اسلامی امارت په جوړیدو سره د هیواد د لویو لارو امنیت په بشپړه توګه تامین شوی دی.
 
هغه زیاته کړه: "مخکې له دې چې اسلامي امارت واک ته ورسېږي، ما لیدل چې وسله وال کسان د لویو لارو په ځینو سیمو کې له موټر چلوونکو څخه بې دلیله او په ناحقه د پیسو غوښتنه کول او مسافر هم ځورول."
 
محمدي په دې خبرې سره چې په ټول هېواد کې امنیت ښه شوی، په ځانګړې توګه د لویو لارو یوازینۍ ستونزه چې شته د سړکونو خرابوالی دی، له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل چې د هېواد د سړکونو د ترمیم لپاره منظم پلان جوړ کړي.
 
په همدې حال کې د کابل - بلخ د لارې یو تن موټر چلوونکي قاسم نادري هم له آوا سره په مرکه کې وویل چې په ټولیزه توګه د کابل - بلخ د لارې امنیت تامین دی، یوازینۍ ستونزه چې مسافر او موټر چلوونکي لري د سړکونو خرابوالی دی.
 
هغه زياته کړه، که د کابل - بلخ لويه لاره معياري شي، د موټر چلوونکو او مسافرو لپاره به ډېرې اسانتياوې برابرې شي، چې د کرايې د کمېدو او د موټر د خرابوالي مخه به ونيول شي.
 
نادري ټینګار وکړ، چې د کابل - بلخ پر لاره موټر چلوونکي او مسافر هېڅ ډول امنیتي اندېښنه نه لري، ځکه د دې لویې لارې امنیت عموماً د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا برابرېږي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت له رامنځته کیدو وړاندې د هیواد د جنوب او شمال ولایتونو اوسیدونکو په ځلونو د کابل - هرات او کابل  بلخ په لویو لارو کې د وسله والو غلو پر فعالیتونو نیوکې کړي خو د هغه وخت حکومت هیڅ توجیه نه ده کړې.
 
د کابل - هرات او کابل - بلخ لویې لارې هغه مهم ترانزیتي لویې لارې دي چې د هېواد یو شمېر ولایتونه له پلازمېنې سره د نښلولو ترڅنګ ګاونډیو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو په لېږدولو کې هم مهم رول لوبوي.
 


د مطلب کود: 264261

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264261/ښاریان-له-شلو-کلونو-وروسته-د-لویو-لارو-امنیت-تامین-شوي

آوا
  https://www.avapress.com