دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۲۶
د مطلب کود : 264261
ښاریان: له شلو کلونو وروسته د لویو لارو امنیت تامین شوي
د هېواد اوسېدونکي وايي چې د اسلامي امارت په جوړېدو سره د هېواد د لویو لارو امنیت له شلو کلونو وروسته په بشپړه توګه تامین شوی او مسافر کولای شي له یوه ولایت څخه بل ولایت ته له وېرې پرته تګ راتګ وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د کابل - هرات د لارې د مسافر وړونکو موټرو چلوونکی ناصر محمدی افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې د اسلامی امارت په جوړیدو سره د هیواد د لویو لارو امنیت په بشپړه توګه تامین شوی دی.
 
هغه زیاته کړه: "مخکې له دې چې اسلامي امارت واک ته ورسېږي، ما لیدل چې وسله وال کسان د لویو لارو په ځینو سیمو کې له موټر چلوونکو څخه بې دلیله او په ناحقه د پیسو غوښتنه کول او مسافر هم ځورول."
 
محمدي په دې خبرې سره چې په ټول هېواد کې امنیت ښه شوی، په ځانګړې توګه د لویو لارو یوازینۍ ستونزه چې شته د سړکونو خرابوالی دی، له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل چې د هېواد د سړکونو د ترمیم لپاره منظم پلان جوړ کړي.
 
په همدې حال کې د کابل - بلخ د لارې یو تن موټر چلوونکي قاسم نادري هم له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل چې په ټولیزه توګه د کابل - بلخ د لارې امنیت تامین دی، یوازینۍ ستونزه چې مسافر او موټر چلوونکي لري د سړکونو خرابوالی دی.
 
هغه زياته کړه، که د کابل - بلخ لويه لاره معياري شي، د موټر چلوونکو او مسافرو لپاره به ډېرې اسانتياوې برابرې شي، چې د کرايې د کمېدو او د موټر د خرابوالي مخه به ونيول شي.
 
نادري ټینګار وکړ، چې د کابل - بلخ پر لاره موټر چلوونکي او مسافر هېڅ ډول امنیتي اندېښنه نه لري، ځکه د دې لویې لارې امنیت عموماً د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا برابرېږي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت له رامنځته کیدو وړاندې د هیواد د جنوب او شمال ولایتونو اوسیدونکو په ځلونو د کابل - هرات او کابل  بلخ په لویو لارو کې د وسله والو غلو پر فعالیتونو نیوکې کړي خو د هغه وخت حکومت هیڅ توجیه نه ده کړې.
 
د کابل - هرات او کابل - بلخ لویې لارې هغه مهم ترانزیتي لویې لارې دي چې د هېواد یو شمېر ولایتونه له پلازمېنې سره د نښلولو ترڅنګ ګاونډیو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو په لېږدولو کې هم مهم رول لوبوي.
 
https://avapress.com/vdcg3t9xqak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته