کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په خوست کې اوسېدونکو د قران کريم د توهين کوونکو کسانو د سزا غوښتنه وکړه

4 دلو 1401 ساعت 16:30

د خوست په سلګونو اوسیدونکو نن د یوې لاریون په ترسره کولو سره په سویډن کې د قرانکریم توهین په کلکه وغانده. لاريون کوونکو له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د بيان د آزادۍ تر نامه لاندې د دا ډول وحشیانه کړنو د تکرار مخه ونيسي.


آوا - کابل: د خوست ولایت اوسیدونکو نن (سه شنبه، دلو ۴) په سویډن کې د قران عظیم الشان د سپکاوي په اعتراض کې مظاهره وکړه.
 
نن د هېواد په ختيځ کې د خوست ښار سلګونو اوسېدونکو د يوې لاريون په ترڅ کې په سويډن کې د قران کريم بې حرمتي په کلکه وغندله او د دې پېښې د عاملينو پر سزا يې ټينګار وکړ.
 
لاريون کوونکو د شعارونو په ورکولو سره د قران کريم سوځول د اسلامي ارزښتونو او د نړۍ د مسلمانانو عقايدو ته سپکاوى وباله.
 
لاريون کوونکو له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د بيان د ازادۍ تر نامه لاندې د دا ډول وحشیانه کړنو د تکرار مخه ونيسي.
 
په ورته وخت کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سویډن په پلازمینه ستاکهولم کې د یوې مظاهرې په ترڅ کې د قران کریم سوځول په کلکه وغندل او د دغه هیواد له چارواکو یې وغوښتل چې عاملینو ته یې سزا ورکړي.
 
بېلابېلو سیاسي څېرو هم په سویډن کې د قران کریم بې حرمتي په کلکه غندلې ده.
 


د مطلب کود: 264262

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264262/په-خوست-کې-اوسېدونکو-د-قران-کريم-توهين-کوونکو-کسانو-سزا-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com