دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 264277
په ننګرهار ولایت کې د مطلوبو ستراتیژیکو پلانونو پلي کول ۱۲ میلیارده افغانیو ته اړتیا لري
د ننګرهار د اقتصاد رييس په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د دغه ولايت لپاره يې ستراتيژيک پلان جوړ کړى، چې د عملي کېدو لپاره يې ١٢ ميليارده افغانيو ته اړتيا ده او که مرکزي حکومت يې تصويب کړي، کار به يې پيل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار د اقتصاد رئیس مولوي امین الله شریف تېره ورځ (دلو ۴) په یوه خبري ناسته کې وویل چې په دغه ستراتیژیک پلان کې ۴۹۵ وړې او لویې پروژې شاملې دي چې له مرکز سره په دې اړه بحث شوی او که چیرې مالي امکانات شتون ولري پلي به شي.
 
نوموړي دغه راز وويل، چې سږ کال په دغه ولايت کې له داخلي بوديجې او مرستندويه بنسټونو څخه ٢٢٢ عامه ګټې پروژې پلې شوې، چې ډېرى يې د پوهنې په برخه کې دي.
 
د ننګرهار د اقتصاد رييس زياته کړه، چې په دې ولايت کې ٢٢٥ کورني او بهرني مرستندويه موسسې فعاليت کوي، چې ١٧٤ يې کورني دي.
 
په داسې حال کې چې دا لومړی ځل دی چې په ننګرهار ولایت کې د دولت له لوري دا ډول ستراتیژیک پلان جوړیږي.
 
ننګرهار د هېواد یو له ګرمو ولایتونو څخه دی چې د افغانستان د خلکو په منځ کې تل د پسرلي په نوم پیژندل کیږي.
 
https://avapress.com/vdcd5o0x5yt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته