کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پوهنې وزارت: د پوهنې په برخه کې نړیواله ټولنه افغانستان یوازې پرې نه ږدي

5 دلو 1401 ساعت 11:13

د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د اسلامي امارت د پوهنې وزارت له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان د پوهنې په برخه کې یوازې پرې نه ږدي او دغه وزارت هڅه کوي چې خلکو ته با کیفیته ښوونیز او روزنیز خدمات وړاندې کړي.


آوا - کابل: د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت، د اسلامی امارت د پوهنې وزارت تیره شپه (دلو ۴) د یوې اعلامیې په خپرولو سره نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی چې د علم زده کړه د هر هیوادوال لپاره اړینه ده او د تعلیمي خدمتونو د ښه والي او خلکو ته د معیاري روزنې د برابرولو هڅه کوي.
 
د پوهنې وزارت په دې اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې د پوهنې په برخه کې افغانستان یوازې پرې نه ږدي.
 
د اعلامیې له مخې، اوسمهال په هېواد کې ۱۹ زره ښوونځي، ۱۳ زره دیني مدرسې او محلي مدرسې او زرګونه ښوونیز مرکزونه فعال دي.
 
د اسلامي امارت د پوهنې وزارت ویلي چې اوسمهال د دوه نیم میلیونه نجونو په ګډون لس میلیونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه شمېر زده کوونکو ته د ۹۲ زره ښځینه ښوونکو په ګډون ۲۵۰ زره ښوونکي تدریس کوي.
 
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې د میاشتې تر پایه ښوونځي ته له تلو منع کړي دي.
 
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د سه شنبې په ورځ (دلو ۴) په خپله ټویټر پاڼه کې د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې له اسلامي امارت غوښتي چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د ښځو د ورتګ د بندیز پرېکړه دې بیرته واخلي.
 
انتونیو ګوټرش ویلي دي چې اوس د دې وخت رارسیدلی چې هغه قوانین او کړنې پای ته ورسوو چې په تعلیم اغیزه کوي.
 
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان د ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ دی او د ټولو لپاره د باکیفیته زده کړو مساوي او بې خنډه لاسرسی غواړي.
 


د مطلب کود: 264288

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264288/د-پوهنې-وزارت-په-برخه-کې-نړیواله-ټولنه-افغانستان-یوازې-پرې-نه-ږدي

آوا
  https://www.avapress.com