کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ کې د یخنۍ له امله ۳۶ زره څاروي له منځه تللي

5 دلو 1401 ساعت 11:42

د بلخ د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې وروستي سړې هوا په دغه ولایت کې ۳۶ زره څاروي له منځه وړي دي.


آوا - مزارشریف: د بلخ د کرنې ریاست د مالدارۍ رییس محمد ذکی مرادی نن چهارشنبه، دلو ۵ مه د خلکو د راپورونو له مخې ویلي چې، وروستي سړې هوا د بلخ په ولسوالیو کې ۳۶ زره څاروي له منځه وړي دي.
 
هغه زياته کړه، چې ډېرى ورک شوي څاروي د چمتال، چهارکوټ، زارع، کشنده، کلدار او شورتېپې ولسواليو دي.
 
د بلخ د کرنې ریاست د مالدارۍ د مدیر په وینا، د یخنۍ له امله ډېری څاروي له منځه تللي وزې او پسونه دي چې په څړځایونو کې اوسېدل.
 
مرادي زياته کړه چې په بلخ کې ١١١٩٦٤٠ څاروي شته چې ١٢١٠٠٠ يې د لوږې او يخنۍ له خطر سره مخ دي.
 
د بلخ د کرنې رياست د مالدارۍ رييس وويل، چې د دغه ولايت کروندګرو ته ډېر زيانونه اوښتي او دې رياست د يوې غونډې په ترڅ کې له ټولو بنسټونو وغوښتل، چې له کروندګرو سره مرسته وکړي.
 
په همدې حال کې په شمال کې د وروستۍ یخنۍ له امله په سرپل، فاریاب، جوزجان، سمنګان، بغلان، کندز، تخار او بدخشان کې زرګونه څاروي له منځه تللي دي


د مطلب کود: 264292

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264292/په-بلخ-کې-د-یخنۍ-له-امله-۳۶-زره-څاروي-منځه-تللي

آوا
  https://www.avapress.com