کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جمعې د لمانځه د امامانو او مبلغین په اجنډا کې د قرانکریم د توهین غندنه اضافه شوه

5 دلو 1401 ساعت 12:24

د هېواد د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په سويډن او هالنډ کې د قران کريم د سوځولو په غبرګون کې د هېواد د جوماتونو ټولو رسمي او غير رسمي امامانو او خطيبانو ته لارښونه کړي چې په خپلو ويناوو کې دغه عمل غندنه وکړي.


آوا: د هېواد د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د جوماتونو ټولو رسمي او غیر رسمي امامانو او خطیبانو ته لارښوونه کړې، چې په خپلو ویناوو کې د قرآن کریم بې حرمتي او سوځول وغندي.
 
د دې اعلامیې په دوام کې راغلي دي چې د سویډن په هیواد کې د یو متعصب کافر له خوا د مسلمانانو سپیڅلي کتاب (قرآن کریم) ته سپکاوی شوی او قرآن کریم سوځول شوی دی، په همدې اساس ټولو چارواکو ته لارښوونه کیږي چې په ټول هیواد کې امامان او مبلغین چې د جمعې په ورځ په خپلو ویناوو کې د قران کریم سپکاوی په کلکو ټکو وغندي.
 
په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې "دا عمل د هیڅ مسلمان لپاره د منلو وړ نه دی او موږ د سویډن له حکومت څخه په کلکه غوښتنه کوو چې دغه متعصب شخص ته سخته سزا ورکړي، ترڅو په راتلونکي کې هیڅوک د داسې عمل جرات ونه کړي".
 


د مطلب کود: 264298

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264298/د-جمعې-لمانځه-امامانو-او-مبلغین-په-اجنډا-کې-قرانکریم-توهین-غندنه-اضافه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com